بشارالاسد اسرایل تورن کړ چې د سوريې د بې ثباتۍ هڅه کوي

د سوریې ولسمشر بشارالاسد اسرایل تورن کړي دي چې د سوریې پر خاوره په وروستیو هوايي بریدونو یې ددې هیواد د بې ثباته کولو هڅه کړې .

له دې هوايي ګوزارونو را وروسته چې د چارشنبې په ورځ وشول ، دا لومړي ځل دی چې په دې اړه د بشار الاسد د عکس العمل راپور ورکول کیږي .

د سوریې حکومت وايي په دې هوايي بریدونو کې دمشق ته نژدې د پوځي څیړنو یوه اډه په نښه شوې وه .
د امریکا چارواکي وايي ، دې هوايي ګوزارونو د سوریې او لیبنان په پولو کې هغه کاروان په نښه کړی وو چې د لیبنانۍ وسلوالې ډلې حزب الله لپاره یې د الوتکو ضد وسلې انتقالولې .

اسرایلو تر اوسه ددې هوايي بریدونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې . د سوریې دولتي رسنۍ وايي چې د یکشنبې په ورځ بشار الاسد د ایران د ملي امنیت د شورا له مشر سید جلیلي سره په دمشق کې خبرې کړې دي .