په کابل کې د م.م استازي په پاکستان کې شوي بريدونه وغندل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي یان کوبیش د پاکستان په کوټې او سوات کې پر ملکي خلکو د پنجشنبې د ورځې حملې چې لږ ترلږه یو سلو پنځلس کسان په کې مړه او زیات شمېر نورپکي ټپیان شوې، په قوي الفاظو وغندلې.

کوبیش وایي، د ملکیانو پر وړاندي د شخړو یو مخېز عمل او تروریزم په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی او دا ډول وحشیانه اعمال په هیڅ صورت توجیه کیداى نشي.

راپورونه وايي، د پنجشنبې په ورځ د کوټې په شیعه ګاونډ کې د دوو تنظیم شویو چاودنو له امله چې یوه ځان وژونکي او بله د موټربم چاودنه وه، لږ تږ لږه اتیا کسان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي .

ددې حملې مسولیت د لښکر جنګوي په نامه یوې سني وسله والې ډلې منلی دی .

د کوټې یوه اوسیدونکې د بي ګناه انسانانو وژنه وغندله او وایي:

“دا له حده زیات ظلم دی. له دی زیاته بېرحمي نه شته. یو مسلمان بل مسلمان ته بم ږدي. له دي به نور ناوړه کار کوم وي؟ وګورئ دوى زموږ په ښار کې څه وکړل؟ ”

تر دې مخکې په همدې ورځ په کوټه کې په یو بلې چاودنې کې چې په امنیتي ځواکونو شوې وه، یولس کسان وژل شوي وو .

ددې چاودنې مسولیت د یونایټیډ بلوچ آرمي په نوم د بلوڅو د خپلواکۍ غوښتونکو یوې ډلې منلی دی .

له بلې خوا، د سوات په مینګوره کې هم پرون په تبلیغي مرکز کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژلي دي او زیات شمېريې ټپیان کړې دي .