کاميرون: د اصلاحاتو د پلان د عملي کېدو لپاره پنځه کلنې دورې ته اړتيا لرم

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کامیرون وايي، که چیرې محافظه کار ګوند د ۲۰۱۵ کال انتخابات وګټي نو غواړي ، چې تر ۲۰۲۰ م کاله پر خپل ځاى پاتې شي.

کامیرون نن د بریتانې له (سنډې ټلیګراف) ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي ، چې د هم جنسانو د ودونو او د بهرنیو مرستو د لګښت په څير مسایلو او د اصلاحاتو د خپل بشپړ پلان د عملي کولو لپاره بلې پینځه کلنې دورې ته اړتیا لري.

د ۴۶ کلن کامیرون دا خبرې هغه اوازې ردوي، چې دی ښايي د دوهمې پینځه کلنې دورې په نیمايي کې لا د قدرت څخه لاس واخلي او د محافظه کار ګوند کاندیدانو ته لاره خلاصه کړي.

البته هغه نوې سروې ، چې بیرتانوۍ ورځپاڼې (Daily Mail) ترسره کړې ده ، داسې اټکل کړی دی ، چې د ۲۰۱۵ کال په پارلماني انتخاباتو کې ښايي د اروپا مخالف (UKIP) ګوند له محافظه کارانو جلا شي او پدې دول د ډيویډ میلي بند په مشرۍ کارګرګوند ته د بریالیتوب امکان زیات کړي.