پاکستاني چارواکي وايي، چې په جنوبي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په یوه حمله کې ۹ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
د ازادي راډيو خبریال نن د پاکستاني چارواکو په حواله وویل، چې حمله سهار وختي په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پر یوه مشکوک پټن ځای شوې او لس راکټ پر سیمه توغول شوي دي.
د ازادي راډیو خبریال وايي، چې د حملې هدفت د قاري حسین په نوم په سیمه کې د پنجابي طالبانو د یوه مشر کور وو .
دا په سیمه کې په تیرو پینځو ورځو کې د مشکوکو بې پيلوټه امریکايي الوتکو دریمه حمله ده .