د پاکستان په کراچۍ کې یوې چاودنې نږدې۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

پاکستاني چارواکي وايي، پرون په کراچۍ کې په يوه بس موټر کې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او تر ٤٠ زيات نور يې ټپيان کړل.

په کراچۍ کې د جناح روغتون يوه ډاکټر سمېع جمالي وويل؛ د اتو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دى.

د محمد عجرم په نامه د پېښې يوه عيني شاهد رويټرز اژانس ته وويل:

“موږ ليرې ولاړ وو. کله چې مو د چاودنې غږ واورېد. دې ځاى ته رانژدې شوو. ټپيان مو وليدل چې پراته وو، ماشومان او ښځې هم په کې وې. دوى مو ژر روغتون ته ولېږل.”

پوليس وايي، د چاودنې د علت په اړه څېړنې کوي، چې ايا دا چاودنه د کوم بم وه، که د CNG ګازو؟

په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان صنعتي ښار کراچي د سخت دريځو وسلوالو د ګڼو بريدونو شاهده وه. دلته فرقوي شخړې هم زياتې شوې دي.