حکیم الله محسود وايي له پاکستان حکومت سره خبرو ته چمتو دی

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر، حکیم اله محسود وايي، د پاکستان له حکومت سره جدي خبرو ته تیار دی.

هغه دا خبرې په یوه ویډیویي پیغام کې کړي. په دې ویډیویي پیغام کې حکیم اله محسود ویلي؛ موږ پخوا هم خبرې اترې کړي او لا هم خبرو ته تیار یو خو یواځي جدی خبرو ته.

هغه ویلي، دا غوښته چې موږ وسله په مځکه کیږدو داسې ده لکه د دې خبرو نه ترسره کېدو ته چې یوه پلمه وي.

د محسود په وینا، د سولې خبرې به تر هغې بریالۍ نه شي، چې پاکستان له امریکا سره اړیکې وشلوي او اسلامي شریعت نافذ کړي.

متحد ایالاتو د محسود د نیولو لپاره د پینځو میلونو ډالرو انعام منلی او نوم یې د نړیوالو ترهګرو په لست کې دی.