بلاول: د ترهګرۍ مخ ته د هسک دېوال غوندې ولاړ يو

بلاول

د پاکستان د سيند ايالت نوډېرو سيمه د پاکستان د پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو او پخوانۍ صدراعظمې نې نظير بوټو پلارنۍ سيمه ده. پرون د نوډېرو سيمې په ګړي خدابخش نومي ځاى کې د پيپلز ګوند له خوا د بې نظير بوټو د پينځم تلين غونډې ته د پاکستان له ټولو ايالتونو څخه په زرګونو خلک ورغلي وو او ماځيګر د پينځو بجو په شاوخوا کې يې- چې د بې نظير بوټو د مړينې وخت وو- دوې دقيقې چوپتيا غوره کړه او د هغې روح ته يې د دوعا لاسونه پورته کړل.

د پاکستان د ولسمشر زرداري او بې نظير بوټو څلرويشت کلن زوى بلال بوټو زرداري چې له لوړو زدکړو څخه تر فراغت وروسته خپل هېواد ته را ستون شوى او د سياست په ډګر کې يې ګام ايښولو ته تيارى نيولى، په لومړي ځل په اردو ژبه اوږده وينا وکړه چې د پاکستان ټولو ستونځو ته يې پکې کتنه وکړه. بلاول بوټو وويل په پاکستان کې خلک په پوځي حکومتونو کې سخت ځورېدلي دي او نور به يې پرې نه ږدي چې څوک ورباندې ظلم وکړي. نوموړي وسلوال هم مخاطب کړل:

"تاسې چې د ملالې غوندې شمعې له بلېدو دومره ډارېږئ، تاسې چې د بلور غوندې باجرئته شخص په وژلو سره فکر کاوه چې موږ به په کورونو کې بنديان کړئ، چې يو مشال وژنئ، په لکونو شمعې به بلېږي، چې پر يوې ملالې بريد کوئ زرګونه ملالې به پيدا کېږي، چې يوه بې نظيره وژنئ، هره ښځه به درته بې نظير بوټو جوړېږي"

بلاول بوټو وويل پاکستان سخت دريځۍ او ترهګرۍ سخت ځپلى دى، خو اوس هم ډېر سياستوال د ترهګرۍ د مخالفت او له منځه وړلو پر ځاى د مصلحت سياست کوي، وايي ګوند به يې د هغو ترهګرو په خلاف تل جنګېږي چې د ده مور بې نظير بوټو يې وژلې ده.

"موږ نن پر داسې ځاى ولاړ يو چې نور بايد د راتلونکي لاره وټاکو، يوې خواته موږ يو چې د ترهګرۍ په وړاندې د هسک دېوال غوندې ولاړ يو او بل لور ته هغه خلک دي چې د ترهګرو د نوم له اخيستلو هم ډارېږي، يوې خواته موږ يو چې د انصاف لپاره مو د خپل سياست قرباني ورکړه او بلې خواته هغه دي چې د سياست لپاره يې انصاف له لاسه ورکړ"

پيپلز يا د خلکو ګوند چې په پاکستان کې د خلکو لپاره د برابرو حقونو او طبقاتو په ضد د مبارزې اوږد تاريخ لري او د يوه جمهوري نظام لپاره مبارزه کوي، تل يې دا شعار خپل کړى چې خلکو ته بايد (ډوډۍ، جامې او کور) ورکړل شي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وويل دوى به بيا هم د همدې جمهوري نظام د دوام لپاره لاس تر زنې نه کښېني او په دې هېواد کې به خلک له خپلو بشري حقونو نه بې برخې کوي:

"دا د بې نظير بوټو خوب وو، چې د پاکستان مېرمنو ته هغه حق ور په برخه کړي چې په ټوله نړۍ کې ښځې ترې برخمنې دي، چې په هغه کې هيڅ يوه ښځه له خپلو حقوقو بې برخې نه وي او پر هيڅ ډول حقوقو يې تېرى ونه شي، موږ په دې حکومت کې داسې قوانين تصويب کړل چې ښځو ته خپل بشپړ حقوق ورسېږي"

په غونډه کې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم ګډون کړى وو، نوموړي د سياست ډګر ته د خپل زوى بلاول بوټو په راتګ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې هغه به اوس د خپلې وژل شوې مور د ارمانونو د سر ته رسولو لپاره په پاکستان کې د همېشنۍ ډيموکراسۍ لپاره مبارزه کوي. زرداري په پاکستان کې ځينو افراطي مذهبي ډلو ته په اشارې سره وويل:

" په نړۍ کې خو د ډيموکراسۍ راوستلو لپاره عرب پسرلي کېږي، خو که څوک دا فکر کوي چې په پاکستان کې به د مصر غوندې ديکتاتوري حکومت راولي، نو تېروتي دي، ديکتاتوري حکومت جوړېدو ته مو نه پرېږدو، خو هو که راځئ هرکلى درته وايو، تاسې هم په انتخاباتو کې برخه واخلئ، موږ به ډيموکراسي ساتو، په پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې زموږ له ګوند پرته ټولو ډيموکراسۍ پلوه ګوندونو دا اراده کړې ده چې د ډيموکراسۍ ملګري به يو"

بلاول بوټو د بلوچستان ناکرار حالت ته په پام سره د بلوڅو د زړه ساتلو په اړه هم خبرې وکړې. ده وويل چې پخواني ولسمشر پروېز مشرف له بلوڅانو سره ظلم کړى دى. دۀ جلاوطنه بلوڅو مشرانو ته په اشارې سره وويل د دوى له کورنۍ سره هم ظلم وشو چې نيکه، ماماګان او مور يې و وژل شوه، خو هېواد يې نه دى پرېيښى، دوى هم بايد پاکستان ته راشي او د يوه جمهوري پاکستان د جوړېدو لپاره دي مبارزه ورسره وکړه چې بيا به يې هيڅکله پر وسايلو اسلام اباد قبضه ونه کړي:

"په بلوچستان کې له بل اوره موږ غافل نه يو، بلوچستان زموږ د وجود برخه ده، موږ پوهېږو چې مشرف د بلوچستان له خلکو سره د دوښمنانو غوندې چلند وکړ، موږ د اتلسم بدلون قانون تصويب کړ چې له مخې به د بلوچستان له وسايلو يواځې مرکز ته نه، د بلوچستان خلک به پخپله له خپلو وسايلو ګټه پورته کوي، موږ په راتلونکي کې داسې لاره خپله کړې ده چې که خداى کول بلوڅان به په يوه سوله ييزه ټولنه کې ژوند کوي"

بلاول بوټو د پاکستان پر سترې محکمې هم نقد وکړ او ويې ويل چې د ګوند حکومت يې عدليې ته بشپړه ازادي ورکړه، خو محکمې ډېر کوچني اقتصادي مسايل وڅېړل او د ده د نيکه ذوالفقار علي بوټو او د ده د مور بې نظير بوټو په شمول په پاکستان کې د زرګونو وژل شويو خلکو قاتلين په سزا ونه رسول.

ولسمشر زرداري وويل چې د بې نظير بوټو تر وژنې وروسته د کورنيو جګړو ويره وه، خو دوى خپلو مخالفينو ته موقعه ور نه کړه او د پاکستان د بقا لپاره يې په انتخاباتو کې په برخې اخيستې سره پارلمان غښتلى کړ او راتلونکيو انتخاباتو ته يې هم تيارى نيولى او هر ډول خطرونو ته يې سينه سپر کړې ده.

بارکوال مياخېل- کوټه