په هند کې د کرکټ کې ډیر پيژندل شوی لوبغاړي سچن ټنډولکر د کرکټ له یوې ورځې نړیوالو مسابقو څخه ووت .
ټنډولکر نن په نوي ډیلي کې دا خبره وکړه او ښايي په نږدې وخت کې له کرکټ څخه په یومخیز ډول خپل تقاعد اعلان کړي.
د نړۍ په کچه د کرکټ دا قهرما ۳۹ کلن دی.
سچن ټنډولکر د سورف ګنګولي ، انیل کمبالي، راهول دراوید او في في اس لکشمن په څير د کرکټ د طلايي نسل (Golden Generation) څخه ګڼل کیږي .