برند: هره شېبه کېدى شي ووژل شم

د ازادی راډیو د مشال څانګې په پاکستان کې یوه ویډیو ترلاسه کړې چې پکې د جرمني مرستندویه کارکونکی چې په تیرې جنوري میاشت کې تښتول شوی، خپل حکومت ته خواست کوي چې د برمته نیونکو غوښتنې ومني.

په دغه ویډیو کې برند مویلن بیک وایي، هره شیبه د دې امکان شته چې برمته نیونکي یې ووژني. مویلن بیک د جنوري په ۱۹ له ایتالوي جیواني لو پورتو سره یوځای له ملتانه تښتول شوی و.

دوی دواړو د ویلت هونګرهیلفه په نوم نړیوالې مرستندویه موسسې سره کارکاوه اوهغو پاکستانیو ته یې مرستې رسولې چې د ۲۰۱۰ کال سیلابونو زیانمن کړي وو.

په دغه ویډیو کې چې ۵۲ ثانیې ده، د برمته نیونکو د غوښتنو ندي ویل شوي خو مویلن بیک وایي، دی د جرمني د حکومت د غلطې پالیسۍ پخاطرپه دغه سرنوشت اخته شوی دی.

په تیره فبروري میاشت کې د پاکستاني طالبانو یوه لوړپوړي قومندان ویلي وچې دغه دواړه کارکونکي د دوی د ډلې په ولکه کې دي او روغتیایي وضعیت یې ښه دی.