نورستان: د طالبانو د حملو په وړاندې په د دواب ولسوالي ساتو

په نورستان کې چارواکي وایي، چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې هڅه کوي، چې د طالبانو د حملو په وړاندې د دواب ولسوالۍ وساتي.

د نورستان امنيي قومندان سمونوال غلام الله نورستاني ازادۍ رایو سره په خبرو کې وویل، چې ځواکونه یي هڅه کوي، چې د طالبانو حملې په شا وتمبوي.

په همدې حال کې سیمه ییز خلک وایي، چې په دې جګړه کې درې امنیتي پوستې د طالبانو له خوا نیول شوي دي او ولسوالۍ د طالبانو له خوا محاصره شوې ده.

خو دولتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.


د دواب ولسوالۍ د نورستان په لویدیځ کې د لغمان او د کونړ ولایت سره په منځ کې پرته ده.