د ملي امنیت د رییس عملیات په بریا سره ترسره شول

یوه انتحاري بریدکوونکي پرون د افغانستان د ملي امنیت د ادارې له مشر اسدالله خالد سره په کتنه کې ځان والوزاو. افغان چارواکي وايي، چې بریدکوونکي د سولې له پیغام سره د خالد لیدو ته ورغلی و.

ویل کيږي چې د اسدالله خالد ټپونه سخت دي، خو عملیات یې په بري سره پای ته رسېدلي او چارواکي وايي، د مرګ خطر یې له منځه تللی دی. دراپورونو له مخې د بم چرې د خالد پر ګېډه او له نامه کښته وجود لګېدلې دي.

ولسمشرحامدکرزی چې د خالد لیدو ته د ملي امنیت روغتون ته تللی و؛ وویل، ښايي نوموړی د علاج لپاره بهر ته واستول شي. ښاغلي کرزي چې له روغتونه بهر خبرې کولې زیاته کړه، دا امېد شته چې اسدالله خالد ژر ښه شي.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی. دا پنځم ځل دی چې طالبان د اسدالله خالد د وژنې هڅه کوي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل؛ چې د ملي امنیت عمومي رییس د حافظ محمد په نوم د یوه ځان وژونکي بریدکوونکي له خوا په نښه شو.