په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه برید کې دیوه بهرني په ګډون لږ تر لږه دوه تنه سخت دریزي وسله وال ووژل شول.
برید نن د پنجشنبې پرسهار د میرانشاه بازار په شاوخوا دولس کلومترۍ ختيځ کې په مبارک شاهي نومي کلي کې پر یوه کور شوی.
له سیمې د ترلاسه شویو راپورونو له مخې بې پيلوټه الوتکو د سهار پر شپږو بجو پر دغه کور دوه توغندي وتوغول چې په نتیجه کې يې د کور هغه برخه ویجاړه شوه چې سخت دریزي وسله وال پکې دیره وو.
په عین حال کې ځينې ناتائید شوي راپورونه بیا د وژل شویو شمیر څلور تنه ښيي.
په سیمه کې دولتي مسوولینو د خپل نوم نه ښوولو په شرط یواځې د دوو تنو دمرګ خبر تائید کړی، خو د هويت په باب يې بې خبري ښوولی.
بلخوا یوې باخبره سرچینې بیا ازادۍ راډيو ته وویل چې د وژل شویو په ډله کې یو يې ازبک جنګيالی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د برید پر مهال په دغه کور کې تر دوو زیات وسله وال تندلاري دیره وو خو دا لا نده مالومه چې څو تنه يې وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو لړۍ یوارې بیا زور اخیستی او تر دې وړاندې تیره میلادي میاشت پر جنوبي وزیرستان څو ورته بریدونه وشول چې پر ځايي هغو سربیره څو تنه بهرني وسله وال هم پکې په نښه شول.
که څه هم د دغو بریدونو پيل کلونه وړاندې له جنوبي وزیرستانه شوی و خو په وروستیو څو کلونو کې يې ټول زور پر شمالي وزیرستان دی.
دغه قبائلي سیمه چې له افغانستان سره اوږده پوله لري، د لویدیځو هیوادونو او مطبوعاتو د راپورونو له مخې پر پاکستاني هغو سربیره د یوشمیر سخت دریزو افغان طالبان او القاعده ډلې د فعالیتونو اصل مرکز ګڼل کیږي.
ویل کیږي چې په شمالي وزیرستان کې حقاني شبکې په ګډون هغه افغان طالبان خوندي پناه ځایونه لري، چې په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو حملې پلانوي او ځانمرګي روزي.
د امريکا متحدو ایالاتو په تیرو کلونو کې پر پاکستان فشار راوړی څو ددغو ډلو پرضد کارنده پوځي عملیات وکړي، خو په دې وروستیو کې یوشمیر امریکايي مقاماتو بیا دغه ډول عملیات د پاکستان کورنۍ موضوع بللې او ویلي يې دي چې دا په پاکستان پورې لړه لري چې کله او څنګه باید عملیات وکړي.
د تحریک طالبان پاکستان وسله والو ډله چې د پاکستان پر دولتي ځواکونو او تاسیساتو نژدې د هرې حملې مسوولیت يې منلی په همدې سیمه کې مرکزونه لري.
ددې ترڅنګ ویل کیږي چې د شمالي وزیرستان په بیلابیلو سیمو کې د القاعده ډلې د سرسړي او نور جنګيالي هم دیره دي.
بې پيلوټه الوتکو په تیرو نهو کلونو کې پر وزیرستانونو په سلګونو حملې کړي، چې په ترڅ کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ګڼ شمیر بهرني وسله وال او د القاعده ډلې د سرسړي وژل شوي دي.
مجیب الرحمان انګار