په مصر کې د مظاهره کوونکو پرضد اوښکي بهوونکي غاز کارول شوي

لسګونو زرو تنو د ولسمشر محمد مرسي پرضد په قاهرې کې د جمهوری ریاست د ماڼې څخه دباندي مظاهره وکړه. د سه شنبې په ورځ پولیس پر مظاهره کونکو اوښکې بهوونکي غاز استعمال کړ؛ خو وروسته شاه ته کړای شول او مظاهره کونکو د مانې دیوالونو ته ځانونه ورسول.

مظاهره کونکو د مرسي د واک د زياتېدو او همداراز د مصر د اساسي قانون د مسودې د تصويبېدو په اعتراض کې خپل غږ اوچت کړي؛ چې د ده د اسلام پالو متحدینو له خوا لیکل شوی دی.

مرسي دوه اونۍ مخکې د یوه فرمان په ترڅ کې د خپل قدرت لمن ډیره پراخه کړه. مظاهر کونکو خپل اعتراضونه د وروستي خبر داري په نامه یاد کړي.

خبریالان د مرسي د همکارانو په حواله وايي، ولسمشر د مظاهرې په وخت کې د ودانې له شاتني ور له لارې د باندې وتلی و. د مرسي پر ضد مظاهرې پرون د قاهرې په تحریر میدان، السکانډریه او د دې هېواد په نورو سیمو کې وشوې. جمهور رییس مرسي د ډسمبر په پینځلسمه د لانجمن اساسي قانون د تصویب لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه کړې ده.