تاجکستان فېسبوک ويبپاڼه يې د خلکو په غوښتنه بنده کړې ده

د تاجکستان د دولتي مخابراتي خدماتو د ادارې رييس وايي، چې فېسبوک ويبپاڼه يې د خلکو په غوښتنه بنده کړې ده.

بېګ ظاهراوف وويل، چې د ټولنې استازو ورڅخه غوښتنه کړې وه او عامو خلکو ټېلفونونه ورته کړي وو چې په فېسبوک کې له خپرېدونکو چټياتو او ښکنځلو شکايت لري.

ظاهراوف وويل چې په شکايت کوونکو کې پوهان، ډاکتران او تر ټولو مهم کلتوري شخصيتونه شامل دي.

تاجک چارواکو د دوشنبې له ورځې د فېسبوک ويبپاڼې د بندولو يا بلاک کولو امر وکړ.