د سوريې د مخالفانو مشر وايي بهرنيان يوازې په اعلاميو د دوى ملاتړ کوي

د سوریې د مخالفانو د اصلې بلاک نوي ټاکل شوي مشر نن وویل، د سوریې له پاڅون څخه د بهرنيو ملاتړو په اړه خواشینی دی.

د سوریې د ملي شوری مشر جورج سبرا د قطر په مرکز دوحه کې د دې شوری یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د خواشیني ځاى دی چې موږ له بهرنیانو څخه یوازې د اعلامیو او هڅونو پرته، نور څه نه دي تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د بشار الاسد متحدان، رژیم ته هرڅه ورکوي.

سبرا چې یو عیسوی او پخوانی کمونست دی ، په دوحه کې د یوه پراخ بنسټه مخالف سازمان د جوړیدو له غونډې او خبرو مخکې، د سوریې د ملي شوری د رئیس په توګه وټاکل شو .

فاروق طایفور چې د اخوان المسلمین ډلې غړی دی، د دې شوری د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

د سوریې د مخالفانو ملاتړې، د امریکا متحده ایالات، لویدیځ او ځیني عربې هیوادونه د یوه پراخ بنسټه سازمان د جوړیدو غوښتنه کوي تر څو نړیوال یې په رسمیت وپیژنې، د سوریي په دننه کې له یاغیانو او فعالانو سره همغږي شي او د انتقالی حکومت لپاره چمتو شي.

له بلي خوا، د سوریې فعالان وایي: په جنوبې ښار درعا کې د دوو بمی چاودنو له امله شل حکومتي عسکر وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چې مرکز یي په لندن کی دی، وایي: بمونه په درعا ښار کې د څو دقیقو په فاصلې کې د پوځیانو د یوه کلوب په انګړ کې وچاودیدل .