نن شنبه، په پاکستان کې د ملالې یوسفزۍ په ویاړ د نړیوال عمل ورځ اعلان شویده.
ملاله چې د نجونو د تعلیم لپاره یې مبارزه کوله، تېره میاشت د یوه وسله وال طالب له خوا په ډزو ټپي شوې وه.
دا ورځ د معارف په برخه کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي ګورډن براون له خوا اعلان شوې ده.
ملاله یوسفزۍ دا مهال د انګلستان په یوه روغتون کې بستري ده.
د انګلستان پخوانی صدراعظم ګورډن براون چې دا مهال د معارف په چارو کې د ملګرو ملتونو خاص استازی دی، اسلام آباد ته تللی او د نجونو د تعلیم په اړه یې له چارواکو سره خبرې وکړي.
براون د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري ته د هغو یو میلون کسانو دلاسلیلکونو غوښتنلیک هم ورکړ چې له ملالې څخه یي ملاتړ څرګند کړی دی.
په بریتانیا کې په زرګونو کسانو د انټرنټ له لارې یو بل غوښتنلیک هم لاسلیک کړی او د انګلستان له صدراعظم ډیوید کامرون څخه یي غوښتې چې ملاله یوسفزۍ دې د نوبل سولې جایزې ته کاندیده کړي.
د ملالۍ پلار په انګلستان کې په یوه بیان کې ویلي، دوي ډېر زیات خوښ او حیران دي چې د نړۍ خلکو، د هر نژاد، ټبر او عقیدي کسانو په دې اندازه د ملالۍ له روغتیا سره لیوالتیا ښودلې ده.