روسيې او افغانستان هم د بارک اوباما پر بریالیتوب خوښي څرګنده کړې

د روسيې ولسي جرګې یا دوما هم په جمهوریت غوښتونکې میت رامني باندې د اوباما د بري له امله خوښي څرګنده کړې او هیله یي ښودلې چې جمهور رئیس اوباما به د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو بیا سمبالښت ته دوام ورکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هم د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو د نتیجو هرکلۍ کړی او په جمهور رئیس اوباما یي غږ کړی چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د تروریستانو په لیري کولو کې دي مرسته وکړي.