د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي هغو سیمو ته چې دا مهال د اسرایلو برخه ده د فلسطیني کډوالو د راستنیدو په باب د نوموړي دریځ نه دی بدل شوی.
محمود عباس دا څرګندونې له یوه مصري تلویزون سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړي دي.
له دې وړاندې د اسرایل دويم چینل تلویزون سره په خبرو کې عباس ویلي وو دا د هغه حق دی چې د اسرایل تر واک لاندې له خپل پلرنى ښار سفید څخه کتنه وکړي خو دی هلته د اوسیدو حق نه لري.
د اسرایلو ولسمشر شیمون پیرز د عباس دا څرګندونې زړورې خبرې وګڼلې .
دا مهال شاوخوا ۴ میلیونه فلسطینیان په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي.