د عراق مرستيال ولسمشر په درېيم ځل په اعدام محکوم شو

په بغداد کې نن یوې محکمې د عراق د جهور رئیس جلا وطنه مرستیال طارق الهاشمي د ۲۰۱۱ کال په یوې موټر بم چاودنه کې چې ګڼ شمېر شیعه ګان په کې وژل شوي، د لاس لرولو په تور د درېیم ځل لپاره هم په اعدام محکوم کړ.

محکمې په همدې قضیه کې د هاشمي زوم احمد قحطان ته هم د مرګ سزا واوروله.

طارق هاشمي تیر کال له عراق څخه ووت او ټینګار کوي چې پر نوموړي لګیدلي تورونه سیاسي بڼه لري.