م.م: وروستۍ خپره شوې ويډيو په سوريه کې جنګي جنايت ښيي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونود کمیسیون ویاند روپیرت کولویل وایي، هغه ویدیو چې د سوریې بیلتون غوښتونکې پکي عسکر وژنې، د جنګی جنایت شواهد دي:

“موږ باید دا ویدیو په دقت سره وګورو. او په احتیاط سره باید وازمویل شي. خو ویل کېږي چې وژل شوي کسان عسکر دي او په جګړو کي ښکیل نه وو. په دې توګه داسې برېښي چې دا ممکن یو جنګې جنایت وي”.

په انټرنټ کې د جمعې په ورځ یوه ویدیو وښودل شوه چې د سوریې وسله وال یاغیان لس عسکر ډبوي او وروسته یي په ډزو وژنې.