د اوربند له ماتېدو سره- سره نړيوال استازى نهيلى شوى نه دى

ابراهيمي

وسلوالو جګړو په سوريې کې هغه اوربند مات کړ، چې نړيوال استازي اخضر ابراهيمي يې پېشنهاد کړى و. ډيپلوماتان وايي دا حالت به بيا هم ابراهيمي د شخړې د درولو لپاره له نوي پېشنهاد څخه راونه ګرځوي.

د ملګرو ملګرو ډيپلوماتانو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، تمه کېږي ابراهيمي په نومبر مياشت کې د ولسمشر بشارالاسد او د سوريې د اپوزيسيون ترمنځ د سياسي خبرو د هڅولو لپاره له نويو پېشنهادونو سره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته حاضر شي.

د الجزاير د بهرنيو چارو دغه پخوانى وزير به دا اوونۍ له روسيې او چين سره د سوريې پر بحران د خبرو اترو مشري وکړي، دواړه د سوريې پر ياغيانو نړيوال فشار ته د شک په سترګه ګوري.

د لوى اختر په مناسبت پېشنهاد شوى څلور ورځنى اوربند په څو ساعتونو کې مات شو، حکومت او اپوزيسيون ملامتي يو پر بل وراړوي.

د ملګرو ملتونو يوه ډيپلومات د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، ابراهيمي به د راروانې مياشتې په پيل کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د فعاليتونو لپاره له ځينو نظرياتو سره راشي.

په نيويارک پوهنتون کې د نړيوالې همکارۍ په مرکز کې ريچارد ګووان وويل:

ابراهيمي هېڅکله دا نه انګېرله چې د اوربند پېشنهاد به يې د برياليتوب لپاره يو عالي چانس وي.

ابراهيمي ويلي چې د اوربند پېشنهاد يې يوازې يو معتدل اقدام و. ملګرو ملتونو او سترو قدرتونو د سوريې د حکومت او مخالفانو ترمنځ دغه توافق ته په احتياط سره هرکلى ووايه.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، په سوريه کې د ١٩مياشتني شخړې په نتيجه کې د سوريې د فعالانو په خبره تر ٣٥زرو زيات کسان وژل شوي دي.

روسيې او چين د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه له خپل قدرت څخه په استفادې درې ځلې هغه پرېکړه ليکونه ويټو کړي چې پر سوريې د بنديزونو سبب کېدلاى شول.