د سولې عالي شورا په فاریاب ولایت کې وروستی برید یو ستر جنایت بولي

د افغانستان د سولې عالي شورا په فارياب کې د اختر په اوله ورځ ځان وژونکى بريد يو جنايت وباله.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي ازادۍ راډيو ته وويل؛ دغه عمل په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دى:

”دا يو لوى جنايت دى، په لوى اختر کې خلک جومات ته د عبادت لپاره ځي، کله چې راوځي، په وينو کې لت پت کېږي. هېڅوک دا په ديني او ټولنيز لحاظ نه شي توجېه کولاى.“

په فارياب کې د لوى اختر په اوله ورځ خلک له يوه جومات څخه د راوتو په حال کې وو، چې د خلکو په منځ کې ځان وژونکى بريد وشو.

چارواکي وايي، په دې بريد کې تر ٤٠ زيات کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.