په پکتيا کې خپلمنځي نښتې دوه تنه ووژل او څلور نور ټپيان کړل

په پکتیا کې امنیتي چارواکي وايي چې په څمکنیو کې د دوو کورنیو په خپل منځي نښته کې دوه تنه وژل شوي او څلور تنه زخمیان دي.

د څمکنیو امنیه قوماندان نن ازادي راډیو ته وویل چې دا شخړه د ځمکې پر سر شوې ده او زخمیان د ګردیز روغتون ته لیږدول شوي دي.