لیبیا: د معمرالقذافي د حکومت پخوانی ویاند نیول شوی دی

د ليبيا حکومت وايي، د معمر القذافي د حکومت پخوانى وياند نيول شوى دى.

دا پرمختګ د قذافي د مرګ د اول کال د پوره کېدو پر مهال شوى دى.

حکومت په يوه اعلاميه پرون وويل، موسى ابراهيم د مرکز د جنوب لوېديځ په ترهونة ښارګوټي کې نيول شوى دى.

اعلاميه وايي، ابراهيم د نورو څېړنو لپاره مرکز طرابلس ته لېږدول شوى دى.

موسى ابراهيم تېر کال په ليبيا کې د جګړې پر مهال د قذافي وياند و. د تېر ميلادي کال په اګست کې د طرابلس تر سقوط وروسته د ده د استوګنې ځاى معلوم نه و.