د ترکيې رسنيو راپور ورکړى چې پرون ناوخته د دې هېواد په ختيځ کې د ايران د طبيعي ګازو انتقال وروسته تر هغه ودرېد، چې پر نلليکې چاودنه وشوه.
د ترکيې د نرژۍ ادارې چارواکي وايي په پېښه کې ٢٨ ترکي سرتېري ټپيان شوي دي.
پېښه د ترکيې د ختيځ اګري ولايت ايليس کيرت ښارګوټي ته نژدې شوې ده.
دا په روانه مياشت کې وروستۍ چاودنه ده چې په ترکيه کې د طبيعي ګازو نلليکه په نښه کوي. د اکتوبر پر اتمه ترکي چارواکو د کردانو د بېلتون غوښتونکى کارګر ګوند يا PKK تورن کړ، چې په جنوب ختيځ کې يې پر يوه پايپلاين په چاودنه کې لاس درلود، هغې چاودنې هم سيمې ته د ايراني ګازو د انتقال مخه ونيوله.