د تاجکستان دولتي هوايي شرکت ايران ته خپلې الوتنې وځنډولې

د تاجکستان دولتي هوايي چلن « تاجک ایر» د یو شمیر نورو هیوادونو د هوايي شرکتونو سره یو ځای شو او ایران ته یې د ریال د ارزښت د راټیټيدو له کبله خپلې الوتنې و ځنډولې .

د تاجک هوايي شرکت یو ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې، ایران ته د راتلونکې شنبې پرواز کینسل شو. لا تر اوسه نه ده څرګنده چې د تهران او د وشنبې تر منځ الوتني به کله بیرته پیل شي؟

د ویاند په وینا د تهران هوايي ډګر غواړي چې بهرني هوايي شرکتونه تېل په بهرنیو پیسو رانیسي، په داسې حال کې چې د تاجک هوايي چلن ټکټونه په ایران کې په ریال پلورل کېږي، د دې تبادله ډیره ستونزمنه ده، ځکه چې د ایراني ریال ارزښت په تیرو څو اوونيو کې په سلو کې دیرش ټيټ شوی دى.