د سوریې او ترکیې پر پوله نن د څلورمې ورځې لپاره ډزې روانې دي

سوریې نن یو ځل بیا د ترکیې په خاوره د هاوان ګولۍ وورولې او ترکیې هم د څلورمې ورځې لپاره ځوابي ډزې وکړې.

د ترکیې د خبر رسولو دولتې رسنۍ وایي، د سوریې په ایدلیب ښار کې د بشار الاسد د رژیم د ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ د سختو نښتو په جریان کې د ترکیې په سرحدې کلې "ګویسچې" باندې د هاوان ګولۍ لګیدلې دې. په ډزو کې خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ سوریې ته خبرداری ورکړ؛ چې د ترکیې عزم او محدودیت دي نه آزموي. ده په ټینګار سره وویل، هیواد یې د خبرداریو په کار کې مبالغه نه کوي.

د ترکیې صدراعظم دغه راز وویل، د ناټو غړی هیواد ترکیه، جګړې ته لیوالتیا نه لري، خو له سوریې سره له جګړې څخه ډېره لیري هم نه ده.

د ترکیې او سوریې تر منځ دا وروستی تاوتریخوالی په تېرو ۱۹ میاشتو کې یعنې د سوریې د شخړو له پیل راهیسې تر ټولو جدې حالت ته رسیدلی دی.