د هلمند امنيتي چارواکي وايي، په يوې ترافيکي پيښه کې چې د بهرنيو ځواکونو پوځي وسیله په کې ښکیل وه، يو ماشوم وژل شوی او يوه ميرمن په کې ټپي شوې ده.
د پولیسو د ۷۰۷ نمبر لشکرګاه زون مشر جنرال عصمت الله دولتزی وایي، دا پېښه د لښکر ګاه په ښار کې شوې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.
د وژل شوي هلک پلار وایي: د بهرنیو ځواکونو ټانک د ټرافیکو قانون مراعات نه کړ او د ده د سپرلۍ موټرسایکل یې وواهه:
د یوه بل خبر له مخې د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ وایي، تېره شپه په نادعلې ولسوالۍ کې د دولت څلور تنه وسله وال مخالفان د آیساف په هوایي برید کې هغه مهال ووژل شول؛ چې غوښتل یې په امنیتې پوستې حمله وکړي.