امریکا له روسیې سره د همکاریو زیاتولو تړونونه لاسلیک کړل

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په انټراکتیک او د بیرنګ د تنګې دسيمې په اړه چې دواړه هیوادونه سره نښلوي، د همکارۍ زیاتولو دوه تړونونه لاسلیک کړل.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزېرې هېلري کلنټن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف نن د روسیې په ولادي واسټاک ښار کې د آسیا- پاسفیک اقتصادې همکارۍ د مشریزې غونډې په څنګ کې دا تړونونه لاسلیک کړل.

لافروف د تړونونو لاسلیکول وستایل او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ کار اراده وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وروسته وویل؛ د امریکا کانګرس ممکن په روانې میاشت کې د سوداګرۍ اړیکې تازه کړې او د ۱۹۷۴ کال د "جکسن وانیک" د ساړه جنګ لایحه یا قانون لیرې کړي. د دې تړون له مخې روسیې ته د عادي سوداګریزو اړیکو امتیازات نه ورکول کیدل.