پاکستان: اسلام ته د سپاکوي په تور د نیول شوې رېشما د خوشې کولو حکم صادر شو

په پاکستان کې یوې محکمې نن په ضمانت د هغې14 کلنې عیسوي نجلې د خوشې کولو پرېکړه وکړه چې په کفر ویلو تورنه شوې ده. دا هغه لانجمنه قضیه ده چې د نړیوالو انتقادونه یې وپارول.

رېمشامسیح د اګست په شپاړسمه اسلام آباد ته نژدې د بېوزلو خلکو د استوګنې په سیمه کې نیول شوې وه. پردې تور لګېدلی و چې داسې کاغذونه یې سوځولي چې د قرآنکریم نسخې پکې وې.



د رېمشامسیح د خوشې کولو حکم نن په اسلام آباد کې د محکمې د قاضي محمد زمان خان له خوا ورکړل شو.

د رېمشامسیح مدافع وکیل طاهر نوید چودري د آزادۍ راډیو له مشعل څانګې سره په مرکه کې تایید کړه؛ چې نوموړې د نژدې لس نیم زره ډالرو معادل پاکستاني روپیو په بدل کې په ضمانت خوشې کېږي.

د پاکستان د ملي یووالي د وزیر یوه همکار روبنسن اصغر وايي، که د ضمانت پیسې ورکړل شي رېمشا به چې ښايي14 کلنه به وي په یوه نامعلوم ځای کې چې د امنیتي اندېښنو په خاطر نه افشا کېږي، له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. نوموړي زیاته کړه، چې بهر ته د تورنې د استولو لپاره کوم پلان نشته.

د شنبې په ورځ پولیسو د حافظ محمد خالد چشتي په نوم ملا چې ویل کېږي؛ د رېمشا پرضد یې جعلي اسناد برابر کړي وو، ونیو او له هغه وروسته د رېمشا د خوشې کولو لپاره غوښتنې په زیاتېدو شوې.

د ملا چشتي همکارانو ویلي، چې نوموړي د دې عیسوي نجلۍ پرضد د اسنادو د وړاندې کولو لپاره د سوځول شویو کاغذونو په کوټه کې د قرآنکریم پاڼې ځای پرځای کړې.

اسلامي مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې چې د ۱۸۰ میلیونه وګړو په سلو کې ۹۷ یې مسلمانان دي ډېره حساسه مساله ده.

د رېمشا مدافع وکیل نوید چودري وايي، هغه کسان چې په پاکستان کې په کفر ویلو د تورنو کسانو د حقونو څخه دفاع کوي؛ له تورنو سره په یوه اندازه له خطر سره مخامخ دي.

″زه فکر کوم هغه خلک چې په دې ډول قضیو کې ښکېل دي او حتی هغه کسان چې د تورنو د دفاع لپاره غږ اوچتوي هم د ژوند له ګواښ سره مخامخ دي.″

د پاکستان د قوانینو له مخې د اسلام پیغمبر حضرت محمد(ص) ته د سپکاوي سزا اعدام او د قرآنکریم د سوځولو سزا حبس ابد دی.

د بشري حقونو مدافع ډلو له ډېرې مودې راهیسې له پاکستانه غوښتي چې په دې قوانینو کې بدلون راولي؛ ځکه دا قوانین اکثراً د دوی په وینا د غچ اخیستنې او د مسیحیانو د تعقیب په مقصد کارول کېږي.