د چین په شمال کې د موټرود ټکر په پيښه کې لږترلږه ۲۸ تنه وژل شوي.
د چین رسمي خبري اژانس (سینهوا) وايي، چې دې بس موټر له یوې لارۍ سره چې (میتان) ګاز په کې بار وو ټکر وکړ او د ګاز د چاودنې له امله اور ولګید.
پيښه نن سهار وختي وشوه او درې تنه زخمیان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دی.
رپوټونه وايي، چې د مړیو شمیر زیاتیدلای شي، څخه تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې د پيښې پر مهال څومره کسان په بس کې سپاره وو.