د امریکا لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره ولیدل.
له پرونۍ لیدنې وروسته د جنرال ډیمپسي په وینا ویل شوې دي چې دواړو لوریو د سوریې پر شخړو خبرې وکړې او پر دې وغږیدل چې عراق د امریکا له لورې د عراقي ځواکونو د روزلو د پراختیا غوښتنه لري.
همدا راز د جنرال ډیمپسي په وینا عراق د امریکایي پوځي وسلو د خرڅلاو هیله کوي، څو د خپلو پولو امنیت خوندي کړي.
مخکې تر دې چې پرون جنرال ډیمپسې په بغداد کې له الوتکې کوز شي، فرانس پریس اژانس ته یې وویل، موږ لاهم ډیره پانګونه کولی شو او ډیر اغیز دلته لرو خو اوس دا هرڅه دوه اړخیزه کیږي، نه یو اړخیز.
جنرال ډیمپسي پرون له افغانستانه عراق ته لاړ، په افغانستان کې د هغه الوتکه طالبانو وویشته او ورانه شوه.