د یوکراین پولیسو نن د کییف په ختيځ کې اعتراض کوونکو مخنیوی وکړ

اعتراض کوونکو غوښتل چې د ښاري شورا ودانۍ ته ننوزي او د رسمي ژبې په توګه د روسي د ټاکل کیدو په اړه د رایېګیري مخنیوي وکړي.

اعتراض کونکو شعارونه ورکول چې : د شرم ځاي دي! موږ روسي کیدل نه غواړو .

خو پولیسو د خارکیف ښاري شورا ودانۍ ته د هغوي د ننوتلو مخنیوي وکړ.

په دې ودانۍ کې وکیلانو د دولتي ژبې پر پالیسۍ راییګیري کوله .

د یوکراین جمهور ریس د روانې میاشتې په پیل کې هغه قانون لاسلیک کړ چې له مخې يې د دې هیواد په هغو سیمو کې چې زیات خلک په روسي ژبه خبرې کوي، د روسي ژبې لپاره لار خلاصوي.

زیات شمیر یوکراینیان دې اقدام ته د خپل هیواد د ملي حاکمیت د کمزوري کولو او د روسیې د خوشحاله کولو د هڅې په سترګه ګوري.