د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې چارواکي وايي چې د یوې اسلامي ډلې درې مشکوک غړي چې د تروریستي حملې پلان يې درلود په چاودنه کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي داسې څرګندیږي چې د دې کسانو په موټر کې په لاس جوړ شوی بم ایښودل شوی و او نن کازان ته پر تللې لویه لاره کې په تصادفي ډول چاودلی دی.
پولیسو ویلی چې د پيښې په ځاى کې د جسدونو ترڅنګ کلشینکوف ټوپک، اسلامي تبلیغ پاڼې او کتابونه موندل شوي دي.
په وروستیو کې د تاتارستان لوی مفتي په موټر کې د یوه ایښودل شوي بم په چاودنه کې زخمي شو.
د جولاي په ۱۹ د هغه پخوانی مرستیال وویشتل او ووژل شو.