د ميانمار چارواکي وايي پر مطبوعاتو سانسور پايته رسوي

په میانمار کې چارواکو اعلان کړی چې په خپل هیواد کې د مطبوعاتو سانسور پاى ته رسوي.

په میانمار کې د مطبوعاتو د څارنې او ثبت د ادارې مشر نن وویل چې ژورنالیستان نور مجبور نه دي چې خپل مطالب تر چاپ مخکې د سانسور ادارې ته وسپاري.

په میانمار کې له ۱۹۶۴ کال راهیسې له ژورنالیستانو څخه غوښتنه کیده چې باید خپلې لیکنې تر چاپ مخکې د سانسور ادارې ته وسپاري.