د پاکستان حکومت په سترو ښارونو کې په موقت ډول د موبایل ټلفون شبکې بندې کړې .
چارواکو ویلي چې دا بندیز یې د اختر په شپو او ورځو کې د وسله والو طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره لګولی .
دا بندیز پرون ماښام وضع شو او ملیونونه پاکستانیان د اختر په ورځو کې د ټلفون له لارې خپلو خپلوانو ته د مبارکۍ له ویلو بې برخې شول.
د پاکستان دولتي ټلویزیون د دې هیواد د کورنیوچارو د وزیر رحمان ملک په حواله ویلي چې حکومت په دې مسئله خواشینی دي خو د تروریستي حملو د خطر له امله دې کار ته مجبور شول.
چارواکي وايي دوی اندیښنه لري چې د موبایل ټلفون څخه د تروریستي حملو د هماهنګي او یا د بمونو د چاودنې لپاره کار اخیستل کیدای شي.