ديمپسي وايي عراق غواړي له امريکا سره خپلې پوځي اړيکې پياوړې کړي

د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال مارتين ديمپسي وايي عراق داسې اشارې ورکړي چې تيار دى له امريکا سره خپلې پوځي اړيکې پياوړې کړي.

ديمپسي چې ټاکل شوې په افغانستان کې تر خبرو- اترو وروسته دا اوونۍ له عراق څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو اته مياشتې وروسته دغه هېواد ته لاړ شي، پرون ناوخته افغانستان ته د روانېدو په درشل کې خبريالانو ته وويل، د عراق دفاع وزير او لوى درستيز له امريکايي پوځ سره د پوځي تمريناتو او عراقي افسرانو ته د روزنې د تنظيم غوښـتنه کړې ده.

جنرال ديمپسي په دې اړه چې ايران به ښايي د سوريې رژيم ته د عراق له طريقه اکمالات کوي، په مستقيم ډول تبصره ونه کړه، خو ويې ويل، ”البته زه به په سوريه کې د ايران د نفوذ په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړم“