په يمن کې پر لمونځ کوونکو په ډزو کې ٧ کسان وژل شوي دي

له يمن څخه رارسېدلي راپورونه وايي يوه وسلوال کس پر عبادت کوونکو چې د اختر پر لمانځه ولاړ وو، ډزې وکړې او لږ تر لږه اووه کسان يې ووژل.

چارواکي وايي د صنعا د جنوب په ١٩٠ کيلومترۍ داله کې د پرون سهار په بريد کې لس تنه نور ژوبل دي.

وسلوال کس نيول شوى او ګومان نه کېږي کوم سخت دريځى وسلوال وي.

تر دې مخکې پرون يوه ځان وژونکي بريد د ابيان ولايت په جنوب کې چاودنه وکړه او درې کسان يې ووژل.