د ويکي ليکس ويبسايټ موسس جولیان اسانژ پرون د برتانیا په مرکز لندن کې د ایکواډور سفارت په برنډه کې ښکاره شو او له امريکا يې وغوښتل چې د ده د ویکي لیکس سازمان پر ضد دې، د ده په وینا، زورور کمپاین ودروي.
په سفارت کې تر پناه اخیستو وروسته دا لومړی ځل و چې د ویکي لیکس ويبپاڼې موسس راڅرګندېږي. ده هلته ځکه پناه اخیستې چې بريتانیا يې سویډن ته و نه سپاري، ځکه هلته ورباندې د جنسي ځورونې تورونه دي.
اسانژ وايي، دی ویرېږي چې که سویډن ته وسپارل شو نو دی به امریکا ته لاس په لاس شي او هلته دی ښايي وځورول شي، ځکه چې ویکي لیکس دا مریکا د متحدو ایالتونو په زرګونو پټ ډیپلوماټیک اسناد خپار خپري کړي وو.
د همدې اوونۍ پر مهال ایکواډور اسانژ ته سیاسي پناه ورکړې وه خو بريتانیا وايي ده ته به له هیواده د وتلو محفوظه لار ور نه کړي او يا سویډن ته به يې وسپاري.