روسيې د سوريې پر هوايي قلمرو د الوتنو د نړيوال بنديز مخالفت وکړ

روسیې پرون (شنبه) د سوریې پر فضا د پروازونو د نړیوال بندیز د وضع کېدو له امکان سره مخالفت وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون له (سکاي نیوز عربیه) ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د سوریې پر فضا د پروازونو نړیوال بندیز به د دې هیواد پر ملي حاکمیت تېری وي:
۱۸۰۱
”ما د امریکا د پوځ له خوا داسې بیان واورېد. دا اول وار نه دی چې د امن زون رامنځته کولو یا د پروازونو د بندیز مسئله راپورته کیږي. پر سوریه د داسې زون رامنځته کول به د دې هیواد پر حاکمیت او د ملګرو ملتونو د سازمان پر منشور تېري څرګند کړي”

تر اوسه د ملګرو ملتونود امنیت شورا هېڅ غړي د سوریې پر فضا د پروازونو د بندیز وړاندیز نه دی کړی، خو تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنتن وویل چې حکومت یې دا امکان نه ردوي.

په سوریه کې د رژیم مخالفینو په وار- وار د دې هیواد پر فضايي حریم د پروازونو د بندیز غوښتنه کړې ده تر څو ځان د بشارالاسد د رژیم د هوايي حملو څخه په امان کړي.

په عین حال کې ، روسیې او چین پرون د سوریې لپاره د نوي نړيوال استازي اخضر براهیمي د ټاکل کیدو هرکلی وکړ.