د بریتانيې د دفاع وزارت پرون (شنبه) په افغانستان کې د خپل یوه عسکر د وژل کیدو خبر تایید کړ.
د فرانسې د خبري اژآنس په حواله ، دا بریتانوی عسکر د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې وژل شوی دی .
د بریتانيې د دفاع وزارت اعلامیه وايي چې د دوی دا عسکر د دندې د ترسره کولو پرمهال د دښمنانو په حمله کې ووژل شو.
د وژل شوي عسکر د هویت نور جزئیات نه دی څرګند شوي.
له دوه زره یو میلادي کال راهیسې په افغانستان کې دا څلور سوه پينځه ویشتم بریتانوی عسکر دی چې ووژل شو.
ايساف پرون د خپل يوه بل سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکړ، دغه ځواکونه وايي دغۀ عسکر يې د په يوه پېښه کې چې جنګي نه وه، د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.