د چک جمهوریت پولیسو پرون (شنبه) وویل چې یو مشکوک سړی یې په ناروې کې د حمله کوونکي اندرس برېفیک ( Breivik) د ملاتړ په تور نیولی دی .
پولیسو ویلي چې د روانې میلادي میاشتې پر لسمه نیټه د چک جمهوریت په اوسترافا (Ostrava) ښارګوټي کې د دې مشکوک سړي له کور څخه یو ماشیندار او یوه اندازه چاودېدونکی مواد هم موندل شوي دي.
د پولیسو په وینا، تر اوسه نه ده څرګنده شوې چې دې ۲۹ کلن سړي به پر چا او کومو ځایونو د حملو پلان درلود .
اندرس بریفیک تیرکال د ناروې په مرکز اسلو کې په موټر کې بم ایښى و چې په چاودنه کې يې اته تنه ووژل شول.
ده وروسته د ناروې په یوه ټاپو کې پر خلکو ډزې وکړې او ۶۹ تنه نور کسان هم یې ووژل.