امريکا د افغان ځواکونو پر روزنې له ازبکستان سره خبرې کوي

د پوځ يو سرتېرى

امریکایی چارواکي په دې باور دي، چې د ایساف ځواکونو له وتلو وروسته یوازې یو روزل شوى افغان ځواک له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د دغه هیواد امنیت تضمینولى شي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دي، چې د امریکا متحده ایالات غواړي له افغانستان سره په دې برخه کې همکاريو ته دوام ورکړي.

رابرټ بلیک، چې د شنبې په ورځ یی په تاشکند کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې دوی په دې اړه له ازبکستان سره هم سلا مشوره کول غواړي.

بلیک د ازبکستان او امریکا ترمنځ د سیاسي مشورو او سوداګریزې غونډې د درېیم پړاو لپاره د یو ګډ پلاوي په مشرۍ تاشکند ته تللى دى.

بلیک وویل، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امریکا او ناټو چمتو دي، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

بليک

دده په وینا دا هغه څه دي، چې د شیکاګو په کنفرانس کې هم ورباندې موافقه شوې او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به له افغانستان سره مرستې دوام وکړي.

بلیک په سیمه کې د ازبکستان پر ونډې ټینګار وکړ او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي بیارغونه کې یې د هغه د فعال رول یادونه وکړه.

دا، چې امریکا به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره له ازبکستان سره پر کومو مسایلو خبرې وکړي، دا لا نه ده څرګنده.

د دې ترڅنګ ځینو رسنیو داسې رپورټونه هم ورکړي وو، چې ګواکې امریکا هڅه کوي، چې په ازبکستان کې یوه پوځي اډه جوړه کړي، خو بلیک دا رپورټونه رد کړل.