انګ سانسوچي نن د لومړي ځل لپاره د ميانمر له ولسمشر سره وکتل

د میانمر د اپوزسیون مشرې او د نوبل جایزې ګټونکې نن د دې هیواد له ولسمشر سره د تړلو دروازو تر شا وکتل.

دا په پارلما کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته لومړنۍ او په ۲۰۱۰ کال کې له نظر بندۍ راپدېخوا له ولسمشر تاین سین سره د انګ سانسوچي درېیمه کتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د میانمر په شمال کې د بودايي قبیلې او روهینګیا مسلمانانو تر منځ فرقوي شخړو کې لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.

ملګرو ملتونو د روهنګیا مسلمانان چې ویل کیږي شمیر يې اتیا زرو ته رسیږي د نړۍ په سطحه تر ټولو زیات ځورول شوي خلک بللي دي.