ايراني چارواکو د دوو زلزلو له کبله د مړو شمېر تر پخوا کم وښود

ایراني مقاماتو په دغه هیواد کې د تیرې ورځې د دوو زلزلو د قربانیانو شمېر له د مخکنیو راپورونو په مقایسه کم ښودلی دی.

چارواکي وايي د ایران په شمال لویدیځ کې د شويو زلزلو له امله ۲۲۷ کسان مړه شوي او څه د باندې ۱۳سوه ژوبل شوي دي.

له دې وړاندې د ایراني چارواکو په حواله ویل شوي وو چې د زلزلو له امله ۲۵۰ کسان مړه شوي او تر اتلس سوو پورې ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر مصطفې نجار خبریالانو ته وویل د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي او اوس زیات تمرکز ځپل شويو خلکو ته د خوراکي موادو او سرپناوو د برابرولو په هڅو دی .

د ژغورنې د ډلې د فعالیت په اړه د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل :

”حقیقت دا دی چې هغوی د دغه ناورین په وړاندې ډیر ښه عکس العمل وښوده. هغوى سخت او په استثنايي توګه ښه کار وکړ. زه د بحران په دې حالت کې د ولسمشر د استازي په توګه شخصاً له دوى څخه مننه کوم”

نوموړي وویل زلزلې څه د پاسه ۶۰۰ کلي لړزولي چې له نیمايي څخه زیاتو ته يې زیان اوښتی دی.