په داسې حال کې چې د کونړ سیمه یيز چارواکي، د دې ولایت پر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو د دوام خبره کوي؛ د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تیرو څو ورځو راهیسې دا حملې بندې شوي دي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د د غو حملو د دایمي بندیدو لپاره به په جلال اباد کې د افغان او پاکستاني جګپوړو چارواکو په غونډه کې خبرې وشي.
بل خوا د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي نن ازاډي راډیو ته وویل؛ چې دغه حملې دوام لري او تیره شپه هم پر دانګام ولسوالۍ پنځه شپیته توغندي ویشتل شوي دي.