په پاکستان کې د زياتېدونکي مذهبي افراطيت له امله د دې هېواد هندوان د دوى ژوند ته د ور پېښو خطرونو له امله هند ته کډې کوي. د جمعې په ورځ هم د سيند او بلوچستان ايالت تر دوو سوو زيات هندوان په ظاهره هند ته د مذهبي رسوماتو د سر ته رسولو لپاره تللي، خو وايي چي له هنده به بيرته را ستانه نه شي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسون د هندوانو په هجرت اندېښنه څرګنده کړې ده.
په پاکستان کې د دې هېواد تر جوړېدو مخکې مېشت هندوان دلته د ناامنۍ او مذهبي افراطيت د زياتېدو له امله له تېرو څو کلونو راهيسې خپل ژوند خوندي نه احساسوي او له ناچارۍ وخت پر وخت هند ته کډې کوي. د جمعې په ورځ هم د پاکستان له سيند او بلوچستان ايالتونو لسګونه کورنۍ هند ته د هجرت کولو په نيت د پاکستان او هند تر منځ سرحدي پولې واهګا ته ورسېدل خو هلته ورته په سمدستي توګه په ډله ييزه توګه هند ته د اوښتلو اجازه ور نه کړل شوه. په لاهور کې د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې وياند هارون مير وايي د دغو هندوانو اسناد بشپړ نه وو چي پر يوۀ ځاى يې هند ته د تلو اجازه ورکړې واى:
((يواځې مو د اسنادو کتلو لپاره ځنډولي وو، خو بيا مو پرېښول، پرون ناببره يوه اوازه خپره شوه چي هندوان د تل لپاره هند ته ځي، نو دا د هېواد او ملت د عزت خبره ده، موږ خپله هلته ورغلو او د ټولو پاسپورټونه مو ټاپه کړل، خو يوه ستونځه ده چي کله خلک په ډله ييزه توګه هند ته ځي نو د داخله وزارت يو مکتوب ورسره وي مګر له دوى سره يو شى هم نه وو خو بيا مو هم يو ځايي پرېښوول او په عزت سره مو رخصت کړل))
دغه هندوان وايي دوى د مذهبي مراسمو د تر سره کولو لپاره هند ته ځي او بيا بيرته خپل هېواد ته را ستنېږي، دغو هندوانو د جمعې د ورځې له سهاره د ماسپښين تر درېوو بجو پرله پسې نهه ساعته انتظار وکړ، خو وروسته ورته هند ته د اوښتلو اجازه ورکړل شوه. وايي دوى ته ځکه دا سزا ورکول کېږي چي په اقليت کې دي. يوه هندوه مېرمن وايي:
((له کوچنيوالي مو هيله درلوده چي هند ته لاړ شو، د شپې خو هيڅ ستونځه نه وه ځکه په هوټل کې وو، خو له سهاره چي راغلي وو دلته په انتظار ستړي شوو، ماشومانو مو له لوږې بوغارې وهلې، موږ هم وږي تږي وو))
پاکستان مېشتي هندوان وايي دوى له پاکستانه سره مينه لري، خو په دې وروستيو کې يې هم خلک تښتول کېږي، هم وژل کېږي او هم يې له نجونو سره په زور تر مسلمانې کېدو وروسته نکاوې تړل کېږي. د سيند په سکر ښار کې مېشت يو هندو مکي اېشور وايي:
((موږ سوله ييز خلک يو، سوله ييز پاکستانيان يو، کاروباري خلک يو، خو دلته اوس زموږ له لږکيو سره ډېر بد چلند کېږي، هره ورځ مو خلک تښتول کېږي، مخکې مو لويان تښتول کېدل، بيا مو ماشومان- چي د سودا لپاره به له کورونو را ووتل- وبه تښتول شول، اوس مو نجونې هم په کورونو کې خوندي نه دي او دا پېښې ورځ تر بلې پسې زياتېږي))
د سيند ايالت غوندې له بلوچستانه هم ګڼ شمېر هندوان له ناچارۍ هند ته کډه کېږي. په دې ايالت کې هم له تېرو درېوو کلونو راهيسې هندو تجاران تښتول شوي، چي ځينې د پيسو په بدل کې را خوشي شوي او ځينې وژل شوي دي. يو هندو مهراج رمېش وايي:
((د بلوچستان هندوان هم له ورته ستونځې سره مخامخ دي، چي اوس اړ دي هند ته کډه شي، خو تګ يې ګران دى ځکه څوک يې جايدادونه نه اخلي، د خلکو نيمى پيسې له لاسه وځي. خلک مجبوره دي چي ځي به، ځکه پخوا يواځې د خلکو د تښتونو ستونځه وه، خو اوس مو په زور د نجونو د مذهب اړولو ستونځه هم ده، لږ تر لږه په دې دوو مياشتو کې پينځوس کورنۍ له سينده هند ته کډه شوې دي))
د پاکستان د بشري حقونو کمېسون هند ته د پاکستانيو هندوانو په کډه کېدلو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چي حکومت په پاکستان کې د لږکيو د ژوند په ژغورلو کې په بشپړه توګه ناکامه شوى دى.
د سيند په لاړکانه کې اوسېدونکې کلپنا دېوي مدافع وکيله ده، دا وايي سره له دې چي د پاکستان په اساسي قانون کې د هندوانو په شمول ټولو لږکيو ته خپل حقوق ورکړل شوي دي، خو نن سبا له دوى سره د قانون په خلاف چلند کېږي، ځکه خلک اړ دي چي هند ته کډه کېږي:
((چي قانون موږ ته کوم حقوق راکړي دي هغه په عمل کې نه ليدل کېږي، چي زموږ د حقوقو خبره راشي بيا د مذهب خبره تر منځ راشي، حکومت به دومره واک ولري چي د خلکو تر منځ مذهبي منافرت له منځه يوسي، موږ بايد پخپله سره کښېنو او په دې خبره ځانونه پوه کړو چي موږ به دلته ګډ سره اوسېږو، نو ولې يو بل نه زغمو او ولې د مذهب پر نامه د يوه بل وينو تويوو))
درې ورځې وړاندې چي په رسنيو کې د سيند له جېکب اباد ښاره د ناخوندي ژوند له امله هند ته د تل لپاره د هندوانو د کډه کېدلو خبرونه خپاره شول نو د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک پرې خواشيني څرګنده کړه او له رسنيو سره په خبرو کې کې يې د هندوانو کډه کېدل د پاکستان په خلاف يوه دسيسه وبلله.
د هندو زيارت کوونکيو مشر سنتوش پوري وايي چي هند ته د هندوانو له سفره سياسي معامله جوړېږي، خو دوى له سياست سره تړاو نه لري او د خپلو مذهبي رسوماتو له سر ته رسولو وروسته به بيرته پاکستان ته را ستانه شي. د سيند په کشمور سيمه کې مېشت هندو ناراين داس بيا وايي دوى ته ځکه دا سزا ورکول کېږي چي دوى هندوان دي، خو وايي که دوى وغواړي پاکستان پرېږدي نو څوک يې مخه نه شي نيولاى. هغه وايي:
((موږ ته سزا راکول کېږي، که رحمن ملک له هندوانو سره دومره مينه لري، چي هند ته له تلو يې را ګرځوي او دا د پاکستان بدنامي ګڼي، نو د خپل هېواد امنيتي حالات دي ښه کړي بيا به خلک ولې ځي))
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري هم هند ته د هندوانو پر کډه کېدلو اندېښنه څرګنده کړې او د دې موضوع د پلټنې لپاره يې يوه درې کسيزه کومېټه ټاکلې ده. په پاکستان کې اکثره لږکي شکايت کوي چي په سيند او بلوچستان کې يې ورځ تر بلې ژوند ته خطرونه ډېرېږي، چي پړه يې پر حکومت ور اچوي او وايي چي د لږکيو لپاره ايالتي او مرکزي وزيرانو هم د دوى ږغ نه دى اورېدلى.
که څه هم په ظاهره دغه هندوان هند ته د مذهبي مراسمو د تر سره کولو لپاره ځي، خو هلته چي لاړ شي نو بيرته پاکستان ته را ستنېدو ته زړه نه ښه کوي. هند ته کډه شوى يو پاکستانى هندو وايي:
((نه ځم، هيڅکله نه ځم، مرګ ته تيار يم خو پاکستان ته به لاړ نه شم، مذهبي نفرت په پاکستان کې زښته ډېر دى، که دلته په هند کې له مسلمانانو سره هره پېښه وشي نو هلته يې زور تر موږ خېژي، بيا نو له ډاره له کورونو نه شو راوتلاى او په دې وروستيو کې خو په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه هم زښته ډېر شوي دي، ځکه نو هلته هندوان هيڅ خوندي نه دي))
د يوې اندازې له مخې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا پينځه زره هندوان په پاکستان کې له دوى سره د مور ميرې د چلند او ناخوندي ژوند له امله هند ته کډه شوي دي چي اکثره يې هلته د هند د تابعيت غوښتنه کوي او وايي چي نور به پاکستان ته را ستانه نه شي.
بارکوال مياخېل- پاکستان