د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي په داسې حال کې چې په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او پاڅونکونو ترمنځ د روانو نښتو له امله د تلفات زیاتیږي، پدې هیواد کې د مزمنو ناروغیو د تداوي لپاره د درملو شدیده قحطي ده .
د دې سازمان ویاند طارق یاسرفیچ په ژنییوا کې خبري کنفرانس ته وویل :
̋په دې کې شک نه شته چې دا وضعیت پر هغو خلکو چې هره ورځ درملو ته اړتیا لري سخت ناوړه اغیز کوي. پر هغوکسانو چې [ناوړه اغیز لري] په ساري او عصبي ناروغیو اخته دي یا په روان بحران کې زخمي شوي او انتي بیوتیک او د مکروب ضد درملو ته اړتیا لري̋
ملګري ملتونه وايي چې د نري رنځ ، شکر، سرطان او عصبي ناکراریو درملو ته شدیده اړتیا ده . دا سازمان وايي چې زیات شمیر فارمسي یا د درملو جوړولو کارخانې بندې شوې دي.