د پاکستان او امریکا د پوځي چارواکو په خبرو ځينې پرمختګونه شوي

په دې لړ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اى ایس اى مشر جنرال ظهیرالاسلام په واشینګټن کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې له مشر ډیویډ پیټریوس سره وکتل او په افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال الن بیا په اسلام اباد کې د جنرال پرویز اشفاق کیاني سره خبرې وکړې .

د دواړو له لیدنو کتنو وروسته وویل شول چې په خبرو کې پرمختګونه شوي . خو د څارونکیو په وینا دوی لا پر مهمو اختلافي مسلو کومې سلا ته نه دي رسیدلي .

د دواړو هیواد ترمنځ کړکیچنې اړیکې وروسته له هغې یو څه نرمې شوې چې پاکستان له اووه میاشتني بندیز وروسته له خپلې خاورې څخه یو واربیا د ناټو هغو کاروانونو ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته تګ راتګ کوي .

په همدې روانه اونۍ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان الن اسلام اباد ته لاړ او هلته یې د پاکستان د پوځي چارواکو سره خبرې وکړې .

له دې سره په یو وخت د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اۍ ایس اۍ مشر جنرال ظهیر الاسلام واشینګټن کې و او هلته یې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې (سي اى اې ) له مشر جنرال ډیویډ پیټریوس سره وکتل .

ویل کېږي په دې لیدنه کې دواړو لوريو له یو بل سره شکایتونه تبادله کړل ، وروسته دا هم وویل شول چې په دې لیدنه کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي .

خو رویټرز خبري اژانس وايي تر اوسه هم دا څرګنده نه ده چې داوړه خواوو په قبایلي سیمو کې د وسلوالو د پټنځایونو او پر دې سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په څیر په مهمو اختلافي مسئلو کوم پرمختګ کړی کنه ؟ ځکه د ظهیر الاسلام تر سفر د مخه پاکستاني چارواکو ویلي و چې نوموړی به له امریکا وغواړي چې پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي .

د رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکې له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي د پاکستان او امریکا د استخباراتي مشرانو ترمنځ خبرې اترې اساسي ، مسلکي او ګټورې وې ا و دواړو خوا په سیمه کې د تروریزم پر ضد چې پاکستان او امریکا دواړو ته ګواښ دی د مبارزې په برخه کې د ګډ کار ژمنه وکړه .

د پاکستان او امریکا اړیکې د خبرو په سطحه نژدې شوي او اوس په خپلو کې د ځینو تخنیکي او وړو مسئلو په حل لګیا دي ...
سيد نذير
په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې پاکستاني چارواکو له امریکايي لورې وغوښتل څو هغه پاکستاني طالبان وځپي چې د افغانستان په خاوره کې دي او پر پاکستان کې بریدونه کوي .

دا هماغې غوښتنې ته ورته ده چې امریکا یې له پاکستان څخه د ډیرې مودې راهېسې کوي او ورڅخه غواړي چې په خپله خاوره کې دې د حقاني شبکې په شمول هغه وسلوالې ډلې وځپي چې افغانستان کې بریدونه کوي .

د پوځي چارو یو شمیر پاکستاني کارپوهان په دې باور دي چې د داوړو هیوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې ښې شوې دي او په یو شمیر مسئلو جوړجاړي ته رسیدلي دي .

د پاکستان د پوځ یو متقاعد صاحب منصب سید نذیر وايي چې د داوړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف ډیرې مسئلې هوارې شوي دي :

̋د پاکستان او امریکا اړیکې د خبرو په سطحه نژدې شوي او اوس په خپلو کې د ځینو تخنیکي او وړو مسئلو په حل لګیا دي . نور په لویو خبرو دوی په خپلو کې فیصله کړې ، د ډیپلوماسې لارې هم پرانیستل شوې دي . د پوځي اړیکو لاره هم پرانیستل شوې ده . نو زما په باور تاوتریخوالی ترې تللی او وړې وړې مسئلې پاتې دي چې دا به لرې کړی شي̋

خو د رویټرز خبري اژانس بیا د ځینو داسې سرچینو له قوله چې د ظهیرالاسلام او ډیویډ پیټریوس ترمنځ د شویو بحثونو څخه خبر دي ویلي د دواړو هیوادونو استخباراتي مشرانو ځینې شریک شکایتونه وکړل خو داسې نه ښکاري چې پر مهمو مسلو دې دې دواړو خپلو کې کوم پرمختګ کړی وي .

د سیاسي او سیمه ییزو چارو کارپوه خادم حسین هم همدا نظر لري او وايي:

پاکستان د امريکايي بې پېلوټه الوتکو د بريدونو بندېدل غواړي

اسلام اباد ته د جنرال الن او واشینګټن ته د جنرال ظهیر الاسلام سفرونه دا ښيي چې دواړه هیوادونه د اړیکو سمول غواړي ، خو د نوموړي په وینا په دې برخه کې د عملي پرمختګ لپاره باید پاکستان په خپله خاوره کې د حقاني د شبکې د زپنې لپاره ګامونه واخلي چې امریکا یې غوښتنه کوي.

دا چې د امریکا او پاکستاني چارواکو ترمنځ د وروستیو خبرو اترو نتایج به څه وي، ایا پاکستان به په خپله خاوره د حقاني شبکې او نورو هغو وسلوالو پر ضد ګامونه پورته کړي کنه چې په افغانستان کې بریدونه کوي او امریکا به پر قبایلو سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړي کنه ؟ لا څرګنده نه ده .

خو یو شی چې څرګند دی هغه دا دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ وروستیو پرمختګونو د پاکستان لپاره یو ځل بیا د امریکا د مالي مرستو لاره پرانیستې او په دې لړ کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت تازه د پاکستان د بريښنا د تولید د بندونو د ښه کولو لپاره دې هيواد ته دوه سوه اتيا میليونه ډالرو مرستې اعلان کړي دی .

ګومان کېږي چې دا مرسته به په پاکستان کې د انرژۍ د تولید ستونزه یو څه راکمه کړي چې دا مهال ورسره دا هیواد مخ دی .

تر دې څو ورځې مخکې هم امریکا د پاکستان لپاره د یو لړ مالي مرستو اعلان کړی و.