مسعود عزيزي د المپيک په ځغاسته کې تر دوو تنو مخکې شو

عزيزي

افغان ورزشکار مسعود عزیزي نن د لندن په المپیک کې د نارینه وو د سل متره ځغاستې په سیالۍ کې ګډون وکړه .

مسعودي عزیزي د ۹ ورزشکارانو په ډله کې وځغاست، سل متره واټن یې په ۱۹، ۱۱ ثانیو کې وواهه او تر دوو تنو مخکې شو .

مسعود عزیزي تر سیالۍ وروسته ازادي راډیو ته وویل : زه باید سل په سلو کې پوره هڅې وکړم څو په راتلونکې کې د افغانستان لپاره مډال واخلم .

مسعود عزیزي وویل چې په افغانستان کې د ورزشکارانو لپاره د تمرین وسایل او شرایط نشته .